سوله او د همکارۍ غوښتنه
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

 

صلاح الدین رباني په رسمي توګه د سولې د عالي شورا مشر په توګه معرفي شو. رباني  د خپلې لومړنۍ وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه. ده همدا راز وویل، چې په هېواد کې د شته بې ثباتۍ او نا امنیو له منځه وړلو او د سولې په راتګ سره د بهرنیو ځواکونو شتون لپاره بل دلیل نشته. د سولې د عالي شورا مشر د هېواد له علماوو، روڼ آندو، ځوانانو او د ګاونډيو هېوادونو په ګډون له نورو هېوادونو ترکیې، امریکا، سعودي عربستان څخه غوښتنه وکړه، څو په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره دې خپلې هڅې نه سپموي.

بل لور ته د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم وویل : ((موږ باید یو بل ومنو، په غچ اخیستنې سره شته ستونزې له منځه نه ځي)).

فهیم همدا راز وویل: ((د یوې ډلې ځپل او د بلې واک ته رسېدل، په افغانستان کې سوله نه راولي)).

ده د امتیاز ورکولو او امتیاز تر لاسه کولو په برخه کې ویلي دي، چې باید وسله والو طالبانو ته یو څه امیتاز ورکړل شي او پر وړاندې یې څه تر لاسه شي.

له هغه وروسته، چې د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني و وژل شول او د سولې خبرې اترې په ټپه ودرېدې، نو وسله والو طالبانو له امریکا متحده ایالاتونو سره نېغ په نېغه خبر ې اترې پیل کړې، چې وروسته بیا د وسله والو طالبانو له لوري دغه خبرې اترې له دې امله و ځنډل شوې، چې امریکا خپلې ژمنې نه دي پلي کړي.

طالبانو له لومړیو څخه ویلي وو، چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاضر نه دي؛ ځکه پوره واک نه لري. خو کله، چې له امریکا سره د وسله والو طالبانو خبرې اترې و درول افغان حکومت د دې په لټه کې شو، څو له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې اترې په خپل مشرۍ سره پیل کړي.

اوس مهال د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني د افغانانو او نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان او ایران څخه غوښتنه کړې، څو له یادې شوې شورا سره دې په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان کړنو ته په پام سره کولای شو ووایو همدا پاکستان دی، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي او امنیت او ثبات ټینګ شي. پاکستان له یوه لوري له افغان دولت سره د دوستۍ باټې وهي او له بل لوري بیا د افغان دولت د وسله والو مخالفینو ملاتړی دی.

همدا اوس د حقاني شبکې مرکز د افغانستان له پولې هاخوا د پاکستان په خاوره کې دی او د پاکستان څارګرې ادارې (آی اس آی) له لوري په کلکه د دغې شبکې ملاتړ کېږي، نو څنګه به شونې وي، چې پاکستان دې په افغانستان کې د سولې رامنځ ته کېدو لپاره هڅې وکړي؟ دغه هېواد تل غوښتي، چې په باید په افغانستان کې داسې کمزوری دولت شتون ولري، څو دغه هېواد وکولای شي خپلې غوښتنې پر ومني او خپلو شومو، موخو ته ورسېږي.

ایران هم د پاکستان په څېر تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کړې او په دې وروستیو کې د ایران د کلتوري یرغلونو د پراخېدو شاهدان یو، چې په هېڅ توګه نه غواړي، څو په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي.

ښاغلي رباني له امریکا څخه هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده حال دا، چې کابو دوه میاشتې وړاندې له افغان دولت پرته خپله امریکا له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو بوخته وه او افغان حکومت ته یې په دغو خبرو اترو کې د ګډون زمنیه نه برابروله.

بل لور ته بیا امریکا د خپلو موخو لپاره افغانستان ته راغلې ده او ویل کېږي، چې امریکا د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي، نو څنګه شونې ده، چې امریکا دې د سولې له عالي شورا سره همکاري وکړي؟

که څه هم د سولې عالي شورا اوسنی مشر ښاغلی صلاح الدین رباني وسله والو مخالفینو ته منلو وړ نه دی؛ خو بیا هم افغان دولت او د سولې عالي شورا ته لازمه ده، څو داسې یو میکانیز رامنځ ته کړي، چې افغانان په خپل منځ کې  سولې ته ورسېږي او په دې برخه کې د بهرنیو همکاریو ته کمه اړتیا احساس شي.

 

 


April 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات